دفاع وزارت: بېلابېلو عملیاتو کې ۹۳ سخت دريځې وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، دا عملیات په ۲۴ ساعتو کې په ننګرهار، لغمان، کونړ، کاپيسا، غزني، خوست، لوګر، غور، بلخ، تخار، بغلان، سمنګان او هلمند کې د هوايي او توپچي ځواکونو لهخوا شوي دي.
اعلاميه زیاتوي، په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۱۱ تصفيوي عملیات پلان شوي، په ۱۲ ولايتونو کې ۷۰ ځانکړي عملیات وشول او افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۱۵ هوايي پروازونه وکړل.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو او خپلواکو سرچينو پهدې اړه څه نهدي ويلي.