د ارمنستان د اپوزېسیون مشر پر خپلو پلویانو د بیا مظاهرو غږ کړی
دا غوښتنه يې وروسته له هغې وکړه چې له واکمن جمهوريت ګوند سره يې پلان شوې مذاکرې لغوه شوې.
پاشينيان پرون ناوخته په خپل فېسبوک کې په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي چې جمهوريت ګوند پر دې فکر کوي چې د «پخواني» صدراعظم سرژ سرکسيان له استعفى څنګه ګټه پورته کړي او دغه ګوند غواړي پر قدرت پاتې وي.
پاشينيان وويل:
"زه د خپلې ډلې په استازيتوب نه، بلکې د ارمنستان د ولس په استازيتوب خبرې کوم، تاسو وکتل چې د ارمنستان خلک مو ملاتړ کوي."
پاشينينان ويلي چې د نوي صدراعظم په توګه د ټاکل کېدو لپاره د واکمن ګوند د استازي له ګمارنې سره موافق نه دى.
د ارمنستان د اپوزېسيون مشر له خپلو پلويانو غوښتنه کړې چې ميدان ته راووځي بخملي انقلاب بشپړ کړي.
نيکول پاشينيان د تازه اعتراضونو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې له سرپرست صدراعظم کارين کاراپيتيان سره يې د کړکېچ د کمولو په هدف پلان شوې مذاکرې چې په پام کې وه نن وشي، لغوه شوې.
پاشينيان ويلي، ده هغه مخکني شرطونه چې پاشينيان ايښي وو، رد کړي دي.