چارواکي: په ننګرهار کې ۲۷داعش وسله وال وژل شوي
په ختیځ کې د سېلاب قل اردو قوماندان نن وویل دا داعشیان په بټیکوټ، رودات، هسکې مېنې او دوربابا ولسوالیو کې وژل شوي دي.
دا عملیات د افغان امنیتي ځواکونو پلې او هوايي قواو کړي دي.
سېلاب قل اردو وايي، د دې عملیاتو په نتیجه کې د داعش ډلې مهم پټن ځایونه هم په نښه شوي دي.