د کونړ په ۳ ولسوالیو کې مخابراتي شبکې بندې دي
دوی وایي، دغه شبکې د دولت وسله والو مخالفینو بندې کړي چې په خبره یې، د دوی ټول کارونه ورسره په ټپه ولاړ دي
دغه ځایي اوسېدونکي زیاتوي چې د یوې ټيلیفوني اړیکې د نیولو لپاره له چپې درې او ماڼوګي څخه وټه پور او اسعداباد ته ځي او وایي چې د وخت ترڅنګ یې زیاتې پیسې مصرفېږي .
دوی له وسله والو مخالفینو غواړي چې باید ولس ته ستونزې پیدا نه کړي او له حکومته غواړې چې ټيلیفوني شبکې ورته بېرته فعالې کړي.
د کونړ د مخابراتو رئیس ډاکټر سید احمد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، څه موده کیېږي چې ټيلیفونې شبکو ته د وسله والو مخالفینو له خوا ګواښونه زیات شوي او دوی هڅه کوي چېدغه شبکې بېرته خپل فعالیت پیل کړي.
تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.