چارواکي: په ننګرهار کې چاودنې ۵ ملکي وګړي وژلي
په ننګرهار کې د ماین په چاودنه کې ۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ تنه زخمیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیاڼي نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې د دې خلکو موټر نن تر غرمې مخکې، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې په ماین الوتی دی.
عطالله خوګیاڼی وایي:
"په دې چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون پنځه تنه شهیدان شوي او ۱۴ تنه چې دوی ښځې او دوه ماشومان هم پکې دي، زخمیان شوي دي."
خوګیاڼي وویل چې زخمیان د جلال اباد ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.
د چاودنې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.