چارواکي: په بدخشان کې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې په مړو او ټپیانو کې لسګونه بهرني جنګیالي هم شامل دي.
دی وایي:
"په دې عملیاتو کې د دښمن ۲۷ کسان وژل شوي او له ۱۸ زیات ټپیان دي، په تلفاتو کې تاجکستاني او چیچنیايي وسله وال هم شامل دي او د هغو سنګرونه او قرارګاوې چې ډېرې کلکې یې جوړې کړې وې، زموږ د ځواکونو له خوا له منځه یووړل شوې."
د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې پوځي عملیات نېږدې دوه اوونۍ مخکې پیل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند وویل چې د جرم ولسوالۍ عملیات په وروستي پړاو کې دي، خو وروسته به یې لمن یمګان، وردوج او راغستان ولسوالیو ته وغځول شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.