بلخي: غواړو متخصص افغان کډوال د کار لپاره هېواد ته راوبولو
سيد حسين عالمي بلخي نن چهارشنبه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل چې حکومت غواړي متخصص افغان کډوال د کار لپاره هېواد ته راوبولي.
هغه د حکومت دا اقدام غوره ګڼي او وايي لومړيتوب به هغو کسانو ته ورکړل شي چې لوړې علمي درجې لري.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، له لوړو زده کړو برخمن ځوانان چې له هېواده بهر ژوند کوي، د ناامنيو او بېکاريو له کبله خپل هېواد ته نه ستنېږي.
د حکومت له خوا هڅول کېږي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
راپورونه وايي، په وروستيو کلونو کې په زرګونو ځوانان چې لوړې زده کړې لري، د ناامنيو او بېکارۍ له زياتېدو سره له هېواده وتلي دي.