د ارغوان په نوم د نجونو او هلکانو د بایسکل ځغلونې سیالۍ پیلېږي
د دغه فدراسیون رئیس حسین حمیدي ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د ثور د میاشتې په ۳مه نېټه به د هلکانو او د همدغې میاشتې په ۱۰مه نېټه به د نجونو سیالۍ پیل شي.
د بایسکل ځغلونې فدراسیون د معلوماتې له مخې د ثورد میاشتې په ۱۵مه نېټه به د رسنیو د ښځینه کارکونکو ترمنځ د رسنیو د جام په نامه هم سیالۍ پیل شي.
د بایسکل ځغلونې فدراسیون همدا راز په ننګرهار کې د نارنج ګل جام په نامه سیالۍ وکړي چې د ننګرهار د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوې.