د ملي راډيو ټلوېزیون ویاند سردار محمد همراز له نړۍ سترګې پټې کړې
د ملي راډيو ټلوېزیون د مسؤلینو په خبره مرحوم همراز څه باندې ۴۰ کاله په ملي راډیو ټلوېزیون کې د خپرونو ویاند او د نطاقانو مدیر و.
مرحوم همراز د ننګرهار او لغمان ملي راډیو ټلوېزیونو د ریاست ترڅنګ د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس هم پاتې شوی و.
د معلوماتو له مخې مرحوم همراز د ژورنالیستکي کارونو ترڅنګ کلونه-کلونه د کابل او ننګرهار په بېلابېلو لېسو او ښوونځیو کې د ښوونکي په توګه هم دندې ترسره کړي.
مرحوم يو ښه شاعر او لیکوال هم و چې ورڅخه ځینې چاپ او ناچاپ اثار هم پاتې دي.
د هنر، فرهنګ او ژورنالېزم لارویان د نوموړي مړینه د ژورنالېزم او فرهنګ په برخه کې لویه ضایع بولي.