د کرنې د پراختیا د صندق یو کارکوونکی په بند محکوم شو
دی د ځان په اړه د محکمې پریکړه غیرعادلانه ګڼي او په اختلاس شوېو پیسو کې د کرنې د پراختیا د صندق بهرني کار کوونکي ښکېل ګڼي.
د درنو جرمونو پر وړاندې د استیاف د محکمې قاضي انیسه رسولي وویل، دغه حکم وروستی نهدی او محکوم کولی شي پورته محاکمو ته مراجعه وکړي.
د درنو جرمونو پروړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز شاوخوا دوه کاله دمخه جوړ شوی چې تراوسه یې د بېلابېلو وزارتونو ځیني لوړپوړي چارواکي د فساد، اختلاس او داسې نورو جرمونو له امله محاکمه او د بند سزا یې ور اورولې ده .