د هرات والي ویاند: په شنډنډ کې د طالبانو په حمله کې ۹پولیس وژل شوي
په هرات کې چارواکي وايي چې په شنډنډ ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته په وسله واله حمله کې تېره شپه ۹ تنه امنیتي ساتونکي او ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هرات د والي ویاند، جېلاني فرهاد نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د شپې، په شنډنډ کې پر پوسته حمله کړې وه.
د فرهاد په وینا، په حمله کې ۲۲ وسله وال طالبان زخمیان شوي دي.
جېلاني فرهاد همدا راز وویل چې پرون په شنډنډ کې د پولیسو د عامه نظم د ټولي قوماندان له خپله ساتونکي سره په ماین الوتی او وژل شوی دی.
د پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه حمله کې ۱۲امنیتي سرتېري یې وژلي دي.
پخواني معلومات
وسله والو طالبانو تېره شپه د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کې د عامه نظم د پولیسو پر پوستې حمله کړې ده.
که څه هم تر دامهاله په دغه حمله کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض ارقام ورکول کېږي، خو یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې په دغه حمله کې ۹ د عامه نظم پولیس وژل شوي ۲ټپیان او ۲ نور نادرکه دي.
سرچینه همدارنګه زیاتوي چې وسله والو طالبانو د دغه پوستې دپولیسو پوځي وسایل هم له ځان سره وړي دي.
پر همدې مهال د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد له ازادي راډيو سره خبرو کې دغه حمله تائید کړه او وايي چې په دغه حمله کې دواړو خواوته تلفات اوښتي خو د کره ارقامو په اړه یې څه ونه ویل.
نوموړي زیاته کړ چې د پېښې د څېړلو لپاره سیمې یو پلاوی استول شوی دی.
وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.