د جرمني په مونسټر ښار کې د وروستۍ پېښې څېړنه کېږي
په جرمني کې تحقيق کوونکي وايي، هڅه کوي دا معلومه کړي چې يوه ٤٨ کلن سړي ولې خپل موټر پرون شنبه په غربي ښار مونسټر کې د خلکو پر ډلې وربرابر کړ.
په هغه پېښه کې ٢ کسان وژل شوي او ۳۰ کسان ټپيان شوي او حمله کوونکي وروسته ځان په ډزو وژلى دى.
د شپږو ټپيانو وضعيت نازک بلل شوى دى.
يوه څارنوال مارتين بودت زينهارد نن یکشنبه په يوه اعلاميه کې وويل چې تر اوسه داسې نه ښکاري چې دغه کس دې کومه جرمي سابقه لرلې وي.
بل خوا د پوليسو وياند اندرياس بوده وويل، احتمال لري چې په پېښه کې نور کسان هم دخيل وي.
دی وایي:
"شاهدان او مدارک ښيي چې له موټر څخه نور مشکوک کسان ښايي تښتېدلي وي، په دې اړه څېړنې روانې دي، ژور معلومات نه شته."
دغه موټر په مونسټر ښار کې له يوه رسټورانت دباندې د خلکو پر ډلې ور وستل شوى دى.
د حکومت يوه مقام ويلي، داسې ښکاري چې د موټر چلوونکى د جرمني تبعه و.