عباسي: افغان حکومت مې طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل پېشنهاد منلی
عباسي چې پرون جمعه يې په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل، نن شنبه په اسلام اباد کې وویل چې جګړه د افغانستان د لسیزو اوږدې شخړې د حل لار نه ده.
پاکستان طالبانو ته د افغان ولسمشر د سولې پېشنهاد هم ستایلی دی چې په کې طالبانو ته وړاندیز شوی چې که سوله وکړي، نو د یوه سیاسي ګوند په توګه به ومنل شي.
طالبانو د افغان حکومت دې پېشنهاد ته تر اوسه رسمي ځواب نه دی ویلی، خو دا ډله ټینګار کوي چې غواړي اول له امریکا سره خبرې وکړي.
پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د لومړنیو مخامخ خبرو کوربه و، خو د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې له اعلان وروسته، دا خبرې بې نتیجې پاتې شوې.