دفاع وزارت: ۲۴ ساعتونو کې د ۴ داعشیانو په ګډون ۲۵ وسلهوال وژل شوي
د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې دا عملیات د ننګرهار، لغمان، کونر، نورستان، فاریاب او زابل ولایتونو په شمول په ځینو نور برخو کې شوي دي.
په دې عملیاتو کې ځمکنیو ځانګړو ځواکونو ۶۶ او هوايي ځواک ۸۳ بریدونه کړي دي.
د دولت ضد وسلهوالو مخالفینو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.