په سمنګان کې د کرنیزو محصولاتو یو نندارتون پرانیستل شو
د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې تېره ورځ د کرنیزو محصولاتو یو نندارتون پرانیستل شو.
د سمنګانو ولایت د کرنې رئیس همایون حبیبزي په سیمه کې خبریالانو ته ویلي چې په دغه نندارتون کې د لمر ضد کرنیز او نباتي درمل، اصلاح شوي تخمونه، په ډولونو وچه مېوه، پیوندي نیالګي، لبنیات او نور نندارې ته وړاندې شوي.
د نوموړي په خبره، دغه نندارتون به دوه ورځې د مینهوالو پر مخ پرانیستی وي.