د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې یو ملي پارک جوړېږي
د لغمان والي اصف ننګ په نوموړي ولایت کې د یوه ملي پارک جوړول د لغمان د خلکو لپاره یوه اقتصادي زېربنايي پروژه ګڼلې او پر جوړولو یې ټینګار کړی.
د لغمان ولایت له رسنیز دفتر نه په دې اړه ازادي راډیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي ننګ په دې اړه د افغانستان د ښار جوړونې وزارت له چارواکو سره خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پارک به د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سرخکانو په سیمه کې جوړ شي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د تحکیم او ثبات د پروګرام مشر د لغمان له والي سره ژمنه کړې چې د دغه پارک چارې به دوی ډېر ژر پیل او د پیل لپاره به ۱۶۵میلیونه افغانۍ ورته ځانګړې کړي.