د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې به ۳۰ تړلي ښوونځي پرانېستل شي
د لوګر چارواکي هیلهمند دي چې د څرخ په ولسوالۍ کې به ۳۰ تړلي ښوونځي نن یا سبا پرانېستل شي.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل:
"د لوګر والي، امنیتي ارګانونه، ولایتي شورا په سیمه کې له قومي مشرانو، علماو سره په اړیکه کې دي انشاء الله تاسو ته ډاډ درکوو چې دغه ښوونځي به په همدغه اوونۍ کې بېرته خلاص شي."
نن څلورمه ده چې د څرخ په ولسوالۍ کې طالبانو لس لېسې او شل منځني او لومړني ښوونځي تړلي دي.
پهدغو ښوونځیو کې شاوخوا ۱۲ زره زده کوونکو زدهکړې کولې.