په جوزجان کې یوه داعشي چارواکي له وسله وال فعالیته لاس اخیستی
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، د نعمت الله په نوم د داعش ډلې غړی چې پخوا یې په درزاب ولسوالۍ کې له خپلو درېیو همکارانو سره یوځای له دولت سره یوځای شو.
ښاغلی خاشي وايي، له دې مخکې هم د داعش ډلې ۱۵ غړو په درزاب او قوش تېپې ولسوالیو کې خپله وسله پرځمکه ایښې وه.