د اسرائيل د ټانک ډزو يو فلسطينى کروندګر وژلى
دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيل سرحد ته څېرمه د فلسطينيانو د پلان شويو اعتراضونو په درشل کې کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.
د اسرائيل پوځ د وروستۍ پېښې په اړه له تبصرې ډډه وکړه او وايي په دې اړه جزئيات څېړي.
په غزه کې د روغتيا وزارت يوه وياند وويل، دغه بزګر په خان يونس ښارګوټي کې وژل شوى او بل تن ټپي شوى دى.
په غزې تاړانګه کې فلسطينيان په پام کې لري چې د اسرائيل سرحد ته نږدې د شپږو اوونيو لپاره اعتراضونه پيل کړي.
دوى غوښتنه لري هغې سرحدي سيمې ته چې اسرائيلي پوځيان په کې په لوړو احضاراتو کې دي، فلسطيني کډوالو ته دې د ستنېدو اجازه ورکړل شي.
د دغو اعتراضونو غوښتنه د فلسطين افراطي ډلې حماس کړې، چې پر غزې تاړانګه کنټرول لري.