کرملېن: پوتین اوس هم چمتو دی چې له ډونالد ټرمپ سره وویني
د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف وویل روسیه چمتو ده چې د خپلو شریکانو د چمتووالي په صورت کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ګټورې او باوري دوه اړخیزې اړیکې ولري.
نوموړي وویل دوی معلومات نهلري چې ولسمشر ټرمپ له جمهور رئیس پوتین سره کتنې ته چمتو دی او کنه.
متحده ایالاتو په برتانیا کې د پخواني روسي جاسوس او د هغه د لور د مسمومیدو له پېښې وروسته چې لندن وايي مسکو يې تر شا دی، د روسيې د ۶۰ دیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه وکړه .
روسیه د سرګي سکریپال او د هغه لور په مسمومېدو کې لاس لرل ردوي.