د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په تاجکستان کې خپل تمرینات پیل کړل
د فوټبال فدراسیون څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د فوټبال ملي لوبدله اسیايي جام ته د لار موندنې په مقدماتي وروستۍ لوبه کې د سې شنبې په ورځ د کمودیا له ملي لوبډلې سره مخ کېږي.
د فوټبال فدراسیون وايي، له ګول ساتونکي قیس وهاب پرته، نور ټول لوبغاړي په دغو تمریناتو کې ګډون کوي او ډېر ژر به قیس وهاب هم له لوبډلې سره یوځای شي.
د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي چې لوبه د افغانستان په وخت ماسپښین مهال د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې پیلېږي او افغان لوبغاړي ورته بشپړ چمتووالی نیولای دی.