رویا سادات د زړه ورو ښځو نړیوالې جایزې ته کاندیده ده
دا جايزه په نړۍ کې هغو ښځو ته ورکول کېږي چې د مشرتابه، بشري حقونو، د ښځو د پياوړتيا او د سولې په برخه کې يې ځانګړی فعالیت کړی وي.
دا جايزې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې پيل شوې او له هغه راهيسي د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې ۱۲۰ ښځو ته دغه جايزې ورکړې دي.
رويا سادات افغان فلم جوړوونکې ده.
دا د افغان ښځو د ژوند په اړه فلمونه جوړوي او غواړي د هغوی په ژوند کې يو مثبت بدلون راولي.
د مېرمن سادات لومړی فلم درې ټکي نومېږي چې دې د يوې داسې ښځې پر ژوند جوړ کړی وو چې له کونډېدو وروسته له يوه خپل سره واده ته اړ ايستل شوې.
په ۲۰۱۳ میلادي کال کې مېرمن سادات د افغانستان لپاره د ښځو د نړيوال فسټيوال بنسټ کېښود چې د ښځینه فلم جوړوونکو ملاتړ کوي.