اسرئیل وايي، د سوريې مشکوک اټمي ریکټور یې له منځه وړی
پوځ ویلي دي په دغه هوايي برید سره يې د اسرائلو پر وړاندې لوی ګواښ له منځه یوړ او دا نورو ته یو پیغام و.
د اسرائیلو دا خبرداری ایران ته چې په سوریه کې خپل پوځي نفوذ زیاتوي، اشاره بلل کېږي.
اسرائیلو تر دې مخکې په سوریه کې او په ځانګړي ډول د دې هېواد په هغو سیمو کې چې اسرائل ته نېږدې دي، د ایران د پوځي خوزښتونو له امله تهران ته خبرداری ورکړی دی.
د اسرائیلو د پوځ مشر ویلي دي د ۲۰۰۷ کال برید یو پیغام و، نن هم پیغام دی او په راتلونکې کې به هم زموږ پیغام وي.