د پاکستان د توپچي په حمله کې د یوې هندۍ کورنۍ ۵غړي وژل شوي
چارواکي وايي، په سيمه کې له پنځلس کلن اوربند سره- سره په اټمي وسلو دواړو سمبالو هېوادونو د درنو توپونو ډزې کړې دي.
پاکستاني مقامات وايي، پرون ناوخته د هندوستان له اړخه د توپونو په ډزو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې هم ٩ کسان ټپيان شوي دي.
د تېر په څېر دواړه هېوادونه يو او بل د دغو ډزو په پيل تورنوي او ټينګار کوي چې دوى يوازې ځوابي اقدام کړى دى.
په سيمه کې کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې تېره مياشت د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د هند پر يوه پوځي کمپ حمله وشوه او شپږ سرتېري يې په نتيجه کې ووژل شول.