اوکراین: د روسي حکومتي ودانیو بهر کلک امنيتي تدابير نيول شوي
دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې کييف اعلان وکړ، يوازې په اوکراين کې مېشت روسي ډيپلوماټان اجازه لري چې د روسيې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې خپلې رايې وکاروي.
د اوکراين پوليسو نن په کييف کې د روسيې د سفارت او په اوديسه، لفيف او خارکيف کې د روسيې د قونسلګريو امنيتي تدابير زيات کړي دي.
راپورونه وايي، د اوکراين ځينې اوسېدونکي د اوکراين په پلازمېنه کې د روسيې سفارت ته نېږدې راټول شوي وو.
روسيې پر اوکراين تور لګولى چې له نړيوالو نورمونو سرغړونه کوي.
په اوکراين کې په میليونونو روس ټبره وګړي ژوند کوي، خو دا لا معلومه نه ده چې له دې شمېر څو کسانو د روسيې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوم ليکنه کړې ده.
اوکراين په کرېميا کې د دغو انتخاباتو پر ترسره کېدو انتقاد کړى، دا د اوکراين هغه ټاپووزمه ده چې روسيې څلور کاله مخکې لاندې کړله.