رحیمي: کابل کې د لاسي بم چاودنې خپله حمله کوونکی وژلی
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي ازادي راډيو ته وويل، دا پېښه نن یکشنبې شا او خوا ١١ بجې هغه وخت وشوه چې يوه تن يوه خصوصي ښوونځي ته لاسي بم واچاوه:
"نن تر غرمې مخکې ١١ بجې او ١۵ دقيقې يوه حمله کوونکي پر دانش کوثر نومي خصوصي ښوونځي د لاسي بم په واسطه حمله وکړه، خو د لاسي بم چاودنې خپله دى وژلى او بل تن ټپي کړى دى."
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، د دغه ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي يوه خوندي ځاى ته لېږدول شوي دي.
د حمله کوونکي د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.