د يونان پوليس: د کښتۍ د چپه کېدو له کبله ١٤پناه غوښتونکي مړه شوي
پوليسو نن شنبه ويلي چې په دې کښتۍ کې ٢٠ کسان سپاره وو چې له ترکيې څخه يې پناه غوښتونکي يونان ته لېږدول.
د دوى په خبره، دوه ښځې او يو نارينه توانېدلي چې په لامبو هلو سره ځانونه خوندي ځاى ته ورسوي او له پېښې چارواکي خبر کړي.
تر اوسه ١٤ مړي موندل شوي او د څلورو نورو لادرکه کسانو د ژغورنې او موندنې لپاره عمليات روان دي.