خوستوال: د غلام خان بندر د تړلو اجازه نه ورکوو
دوی دغه څرګندونې نن د شنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې پر مهال خبریالانو ته وکړې.
دوی ګواښ وکړ، که بیا هم د غلام خان لارې د بندېدو مسئله رامنځته شي، لاریونونه به وکړي، ښار به وتړي او په پراخو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.
د غلام خان لاره چې له څلورکلن ځنډ وروسته څو ورځې مخکې پرانیستل شوې، د مرکزي حکومت له لورې ځايي ادارې ته په یاد بندر کې د ګمرکي وسایلو د نصب او نورو تاسیساتو د جوړولو تر څنګ، د امنیت په برخه کې هم د اساسي تدابیرو هدایت ورکړل شوی دی.
خوستوال وایي، افغان حکومت دې په هغه ځای کې د ګاډو سکېنر نصب کړي، قانوني پلټنې دې کوي، خو د لارې بندېدل دوی ته په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.
اخوا د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د غلام خان د لارې په باب له مرکزي حکومت څخه د مکتوبي هدایت رسېدل تأيیدوي، خو وايي چې په دې کې د غلام خان د لارې بندېدل حتمي نه دي.
نوموړي زیاته کړه، ولایتي ادارې په غلام خان بندر کې د امنیتي او تعمیراتي اړتیاوو د تشخیص لپاره سیمې ته پلاوی لېږلی دی.