په ارزګان کې یو طالب سرګروپ پولیسو ته تسلیم شوی
په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د درېیم کندک قوماندان ملک زین الله ازادي راډيو ته وویل، دغه طالب سرګروپ چې میئن نومېږي او د قصاب په نوم شبکه یې درلوده، نن دوشنبه د دوی د پولیسو یوې امنیتي پوستې ته ورغلی او تسلیم شوی دی.
دغه طالب سرګروپ وايي چې د ارزګان د دوه کلنې جګړې ورانۍ او ویجاړۍ یې نورې ونه شوې زغملای، نو ځکه یې سوله خوښه کړه او نور به د یوه عام کس په توګه نوی ژوند پیلوي.