ایراني چارواکو د ترکیې د لوېدلې جیټ الوتکې تورباکس موندلی
د الوتکې ټول ۱۱ سپاره په پېښه کې وژل شوي دي.
د ایرنا دولتي خبري اژانس وايي، د دوشنبې په ورځ یې د شهرکرد ښار څنډه کې د الوتکې د سپرلیو ۱۰ جسدونه موندلي دي.
د ایران د بېړنیو خدمتونو د ادارې ویاند مجتبی خالدي ویلي، دا الوتکه د ایران په هوايي حریم کې د خرابې هوا له کبله، له یوه غره سره لګېدلې ده.
د ترکیې رسنیو ویلي، په دې پېښه کې د یوه ترکي سوداګر حسین بصران ۲۸ کلنه لور مینه بصران، د هغې اوه دوستان او د الوتکې درې تنه عمله وژل شوي دي.
مینه بصران د خپل واده د چمتووالي په جشن کې له له دوبۍ استانبول ته په لاره وه چې له دې پېښې سره مخ شوه.