د امریکا سفیر جان بس په کندهار کې له والي زلمي ویسا سره کتلي
د کندهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې ښاغلي ويسا د کندهار د برښنا، د زراعتي اوبو د کمښت، د ښوونځیو او کلينيکونو لپاره د تعميرونو او د ښار او يو شمېر ولسواليو تر منځ د پخو سړکونو د نشتون ستونزې د امريکا له سفير ښاغلي جان بس سره شريکې کړې او په يادو برخو کې يې د همکارۍ غوښتنه ځنې وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو خواوو په یادو برخو کې د همکاریو په بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې او د امریکا سفیر جان بس په کندهار کې په بېلابېلو برخو کې د مرستو ډاډ ورکړ.