په ننګرهار کې د یوه ماشوم د تښتونې په تور درې تنه نیول شوي
د والي وياند وايي، دغو کسانو يوه اوونۍ مخکې د يوې ډاکټرې له کتنځای څخه يو ٨ مياشتنى ماشوم تښتولى و.
عطا الله خوګياڼي نن رسنيو ته وويل، دغه ماشوم د ملي امنيت د موظفينو له خوا د هغه کورنۍ ته وسپارل شو:
"د ملي امنيت د منسوبينو د هلو ځلو په نتيجه کې دغه ماشوم ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو، په تور يې د يوې مېرمنې په ګډون ٣ انسان تښتوونکي نيول شوي چې د لا زياتو معلوماتو لپاره ورڅخه څېړنې روانې دي."
تر دې مخکې په ننګرهار کې مدني فعالانو د انسان تښتونې تر څنګ د غلچکي بريدونو له زياتوالي شکايت کړى و.