د سوریې دولتي ځواکونو ته د امريکا د دفاع وزير خبردارى
جيم مټېس له دمشقه د روسيې د ملاتړ له کبله پر مسکو انتقاد وکړ.
ښاغلي مټېس دا خبرې نن یکشنبه هغو خبريالانو ته وکړې چې عمان ته په سفر کې ورسره ملګري دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو په وروستيو کې دمشق ته نېږدې د ختيځې غوطې په هغو ساحو کې کلورين ګاز کارولي چې د ياغيانو په کنټرول کې دي.
د سوريې حکومت دغه ادعاګانې رد کړې دي.
د امريکا دفاع وزير د کلورين ګازو په مرسته د کومې حملې د خبر د تأييد په صورت کې د سوريې د ځواکونو په وړاندې د ځوابي اقدام له خبرداري ډډه وکړه، خو ويې ويل چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بشپړ سياسي صلاحيت لري چې د اړتيا په صورت کې هر مناسب اقدام وکړي.