دقیق: په هرات کې د ۵۸۶معتادینو درملنه شوې
د هرات ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس جیلاني دقیق د پنجشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا راغونډ شوي معتادین ټول بې کوره و او د ژمي سړې شپې یې تر شنه اسمان لاندې تېرولې:
"په مجموع کې ۵۸۶ تنه بې کوره معتادین را ټول شوي او تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته استول شوي دي، دغه ډول ځینې معتادین چې د هرات خپل خپل اوسېدونکي و، خپلو کورنیو ته تسلیم شوي دي."
د ښاغلي دقیق په وینا د معتادینو د را ټولولو تر څنګ په رباط سنګي ولسوالۍ کې خلکو په خپله خوښه نږدې په خپلو (۲۰۰) جریبه ځمکو کې کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.