بامیان کې د سکي لوبو اتم پړاو به سبا جمعه ترسره شي
د بامیان د سکي کلب مشر سجاد حسیني نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغو سیالیو کې کورني او بهرني لوبغاړي ګډون کوي.
دا سیالۍ د یوې ورځې لپاره د بامیانو د مرکز اړوند د «پولادي درې» په سیمه کې تر سره کېږي.
په بامیان کې د ازادي راډيو خبریال وايي، د سیالیو لپاره د شااوخوا ۲۰ هېوادونو لوبغاړي بامیان ولایت ته رسېدلي دي.
د «سکي چلنج» سیالیو په تېر پړاو کې د بامیانو لوبغاړو لومړی، د سویس دوهم او امریکايي لوبغاړو درېیم مقام ګټلی و.