د ۶ زونونو د کرکټ لوبې په ننګرهار، خوست او کونړ کې پیل شوې
دغه لوبې به شااوخوا دوه میاشتې دوام وکړي.
د افغانستان د کورني کرکټ مشر دولت احمدزی وايي، په دې لوبو کې نویو ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو ښه زمینه برابره شوې ده.
د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو لوبو په لومړۍ ورځ په ننګرهار کې د سپینغر او کابل، په خوست کې د بوست او مس عینک او په کونړ کې د بند امیر او امو زونونو د لوبډلو ترمنځ لوبې روانې دي.