د افغان ځواکونو په ویاړ د فعالانو او ورزشي ټولنو د ځغاستې سیالۍ
دا سیالۍ چې لسګونو لوبغاړو په کې ګډون کړی وو نن پنجشنبه د کابل د دارالمان په سیمه کې تر سره شوې.
لوبغاړو د اووه کیلومترو په اندزه د ځغاستې، سایکل، موټرو او موټر سایکلونو په ځغلولو سره د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو نه د ملاتړ اعلان وکړ.
د ځغاستو د دغو سیالیو جوړونکي وايي چې د دغو سیالیو لومړی، دوهم او درېیم مقام ته له ۱۰ زرو افغانیو نه تر درېیو زرو افغانیو پورې نغدې جایزې هم ورکړل شوې.