د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې راشد خان د لوبډلې مشري کوي
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، دا چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزی د اپنډکس د جراحي عملیاتو له امله په دغه سیالیو کې ګډون نشي کولای، نو دغه چاره راشد ارمان ته سپارل شوې.
د نوموړي په خبره، د ښاغلي ستانکزي وضعیت اوسمهال ښه دی، خو د يو څه مودې لپاره ارام ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله اوسمهال له ویسټ انډيز سره په تمریناتي لوبه بوخته ده.
د نړیوال جام غوراوي پړاو رسمي سیالۍ چې ۱۰ لوبډلې په کې ګډون لري، د راتلونکې میلادي میاشتې په څلورمه په زيمبابوې کې پیلېږي.