د کابل ښار د نجونو د فوټبال سیالۍ پیل شوې
په لومړیو دوو لوبو کې عدالت لوبډلې اطلس لوبډلې ته او اینده سازانو لوبډلې بیا د سنګر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د فوټبال فدراسیون د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ درې ورځې وړاندې اتم د مارچ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پېل شوې دي.
د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د ښځینه فوټبال اتو لوبډلو ګډون کړی چې نن سې شنبه به پای ته ورسېږي.