عبدالله: د کوکنارو د کښت لهمنځه وړل، د افغان حکومت له توانه وتلې
د افغان حکومت اجرائیه رئیس نشهيي مواد د افغانستان تر ټولو لویه اجتماعي ستونزه بولي او پر وړاندې یې د ګډې مبارزې غوښتنه کوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله چې د سې شنبې په ورځ یې د اجرائیه ریاست په دفتر کې د عامه پوهاوي او نشهيي موادو د غوښتنې کمولو غونډې ته خبرې کولې وویل، د کوکنارو کښت او نشهيي موادو د تولید عوامل لهمنځه وړل، په يوازې سر د افغان حکومت له توانه وتلې خبره ده، ځکه په نړیوال بازار کې د نشهیي موادو د بیې لوړوالي نړیواله غوښتنه زیاته کړې او په افغانستان کې یې روانې ناامنۍ ته زمينه برابره کړې ده.
نوموړی وايي:
"د کوکنارو کښت او مخدره موادو تولید یو بحراني حالت دی. د ټولو دولتي ادارو تر منځ همغږۍ ته اړتیا لري، خو ستاسو تمرکز باید د تقاضا پر کمولو وي. د ستونزې یوه برخه بهرنی مارکیټ دی، هغه ګټه چې قاچاق کوونکي او نړیواله مافیا یې له دې درکه ترلاسه کوي، په هغو کې ترهګرې ډلې او سازمان شوي، جرمي شبکې هم شاملي دي چې د دې ټولو مخنیوی زموږ له توانه وتلی کار دی."
اجرائیه رئیس اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه وکړه چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې خپل ټول پام د نشهيي موادو د غوښتنې کمولو ته واړوي.