په پنجشېر کې څه باندې ۲۰۰ کیلو ګرامه نشهيي توکي ونیول شول
په پنجشېر ولایت کې څه باندې ۲۰۰ کیلو ګرامه نشهيي توکي ونیول شول.
د پنجشېر ولایت د مطبوعاتي دفتر مسؤل محمد منصور عُنابي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د سې شنبې په ورځ دوه سوه اعشاریه ۱۳ کیلو ګرامه چرس چې په یوه موټر کې ځای پرځای شوي او يوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل ونيول او په دې تور دوه تنه هم نيول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د روان کال له پیله بيا تر اوسه د پنجشېر پولیسو ۱۸۵ کیلو ګرامه چرس، ۱۲۰ کیلو ګرامه تاریاک او ۱۲ کیلو ګرامه کېمیاوي مواد نیولي او د قاچاق په تور یې ۳۶ کسان نیول شوي چې د څېړنو لپاره عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.