عبدالله له یاماماتو سره د «کابل پروسې» پر غونډې غږېدلی
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو پرون پنجشنبه د کابل د پروسې د را روانې غونډې په اړه خبرې وکړې.
اجرائیه ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي، ښاغلي یاماماتو اجرائیه رئیس ته د افغانستان له حکومت او خلکو سره د ملګرو ملتونو د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
د خبرپاڼې له مخې ښاغلي عبدالله په دې غونډه کې هیله څرګنده کړه چې د کابل د پروسې غونډه به په بریالیتوب ترسره شي.
ولسمشر اشرف غني وړمه ورځ وویل، د کابل د پروسې د دوهمې غونډې هدف په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع رامنځ ته کول دي.
ټاکل شوې چې دا غونډه د لسګونو هېوادونو او نړیوالو ټولنو د استازو په ګډون د روانې میاشتې په ۲۸ مه نېټه جوړه شي.