روسیه وایي، ډېره ګرانه ده چې له امریکا سره اړیکې ښې کړي
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې او د اکراین د کړکېچونو او د امریکا وړم کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې په خاطر پر روسیې د لګول شویو تورونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې سړې شوي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګې ریابکوف نن واشنګټن تورن کړ چې هڅه کوي په روسیه کې د راتلونکې میاشتې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې د دې هېواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
دا وروسته له هغې چې متحده ایالاتو دیارلس روسان په نښه کړي چې په پټه یې د امریکا د تېر کال په انتخاباتو کې د مداخلې هلې ځلې کړي دي.
ریابکوف انټر فاکس خبري آژانس ته ویلي چې د حیرانتیا خبره خو داده چې امریکایان د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې زموږ په کورنیو چارو کې د مداخلې او په دوه اړخیزو اړیکو کې د کړکېچ زیاتولو په هدف ګامونه پورته کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د خپلې دې ادعا لپاره شواهد وړاندې نه کړل خو پر دې یې خواشیني وښوده چې واشنګټن له شواهدو پرته روسیه د امریکا په انتخاباتو کې په مداخلې تورنوي.
مسکو تل د امریکایي چارواکو دغه تورونه ردکړي دي.