د کونړ اوسېدونکو د برښنايي تذکرو د وېش په ملاتړ مظاهره وکړه
د کونړ مرکز اسعداباد کې د چهارشنبې ورځې سهار نهه نیمې بجې له کرهالې او دمکلي څخه په یو وخت د تکبر په نارو، موږ د ولسمشر غني د هرې پرېکړې ملاتړیو، په ټول هېواد کې د برښنايي تذکرو وېش غواړو په شعارونو پیل شوه.
مظاهره چیان چې کله د شهیدانو څلور لارې ته راورسېدل نو ورته مولوي ضیاالرحمن الله یار په خپلو خبرو کې وویل چې د برښنايي تذکرو ټول قانوني مراحل طي شوي او اوس يې د وېشلو په وړاندې هېڅ ډول بهانه شتون نه لري:
"زموږ دین اسلام دی او زموږ ملت افغان دی، هرڅوک چې اسلامیت او افغانیت سره کینه او حسد لري هغوی زموږ د دې ملک اصلي لومړي او اخري دښمنان دي، د دې لپاره چې راتلونکي انتخابات په سم ډول ترسره شي او ټولو افغانانو ته خپل حقوق ورسېږي، موږ د ولسمشر د دغه پرېکړې نه کلک ملاتړ کوو."
دا په داسې حال کې ده چې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د برقي تذکرو د وېش لپاره باید له افغان ولس سره نورې مشورې هم وشي.
خلک او قانون پوهان وایي چې د تذکرو ټولې قانونې مرحلې ترسره شوي او نورو مشورو ته پکې اړتیا نه لیدل کېږي.