جمعیت ګوند له ارګ سره د خبرو د بیا پیلېدو خبر ورکوي
د دغه پلاوي یوه غړي محېالدین مهدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی هیلهمند دي چې دا ځل به خبرې نتیجه ورکړي.
ویل کېږي چې دغه خبرې له ۱۸ ورځو ځنډ وروسته بېرته پیلېږي.
د افغانستان جمهوري ریاست د دغو خبرو په اړه زیاتې څرګندونې نهکوي، خو د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسفزاده د سمنګان د نوي والي د کار د پیلېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل چې د جمعت اسلامي ګوند د اجرائیه رئیس او د بلخ د لیرې کړل شوي والي عطا محمد نور د لانجې په اړه خبرې روانې دي او دغه ستونزه به هم ډېر ژر هواره شي.
د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې دغهراز د جمعیت اسلامي هغه ادعا هم رد کړه چې ویلي و د سمنګان پخواني والي عبدالکریم خدام له حکومت سره د یوه جوړجاړي په نتیجه کې خپله دنده پرېښې.