د لوی درستیزانو په غونډه کې پر کومو موضوعاتو خبرې کېږي؟
د دې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د دې غونډې په اړه چې نن په کابل کې جوړېږي ازادي راډیو ته وویل:
"په دې غونډه کې به تقریباً ۱۲ لوی درستیزان ګډون وکړي او پر دواړو د ترهګرۍ او د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کېږي او اساسي لارې چارې به ورته سنجول کېږي."
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په دې غونډه کې د ګډون لپاره نن کابل ته ورسېد.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې مشر پاکستاني رسنیو ته ویلي، تمه ده چې د پوځ مشر به کابل ته د سفر پر مهال د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او همدا شان له خپل افغان سیال سره وویني.
د افغانستان د دفاع وزارت هیلهمند دی چې پاکستان به د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې رښتینې همکارۍ ته چمتو شي.