عراقي چارواکي: د داعش ډلې مشر ژوندی دی
د عراق دولتي ورځپاڼې الصباح د دوشنبې په ورځ د عراق د استخباراتو د مشر ابو علي البصري له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، موږ د دغې ترهګرې ډلې په دننه کې د سرچینو پر اساس کره شواهد او اسناد لرو چې البغدادي تر اوسه ژوندی دی او د سوریې په شمال ختیځ جزیره سیمه کې پټ دی.
د اسلامي دولت ډله سره له دې چې په وروستیو کې ډېره ځپل شوې د د سوریې په الحسکه کې تر اوسه د پام وړ حضور لري.
د عراق د استخباراتو مشر ویلي چې البغدادي د شکرې پر ناروغۍ سربېره ټپي دی، پښتورګي او د پښو هډوکي ېې مات شوي چې له مرستې پرته په لاره نهشي تللی.
هغه وویل، البغدادي په عراق کې د داعش پر پیاوړو مرکزونو د هوایي بمبارۍ په نتیجه کې ټپي شوی و.