روسي چارواکو د لوېدلې الوتکې د ترلاسته شویو معلوماتو څېړل پیل کړي
د روسیې مرستیال صدراعظم ارکادي دورکوویچ تېره شپه د کابینې غونډې ته وویل چې د بېړنیو مرستندیو ډلو د الوتکې اړوند معلومات او د اواز ثبتوونکې وسیلې موندلي.
هغه زیاته کړه چې دا به د الوتکې د نسکورېدو د علت په معلومولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
د ساراتوف هوايي شرکت انتونوف ۱۴۸ الوتکه چې د اورال سیمې اورسک ښار ته د الوتنې په حال کې وه، د یکشنبې په ورځ د مسکو له هوايي ډګر ه له الوتو څو شېبې وروسته راوغورځېده او د شپږ عملې په ګډون ټولې ۷۱ سپرلۍ یې ووژل شوې.