د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ۳ مه ۵۰ اوره سيالي نن په پام کې ده
دا لوبه د افغانستان او زیمبابوې د لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو یا ۵۰ اووره لوبو د لړۍ درېیمه لوبه ده چې د ماسپښین په ۳ بجو پیلېږي. د دواړو ټیمونو دوه مخکنۍ ۵۰ اوره لوبې یوه افغانستان او بله زیمبابوې ګټلې وه، خو د همدې لړۍ دوه شل اووریزې لوبې دواړه افغانستان ګټلې دي.
د افغانستان او زیمبابوې د ټیمونو ترمنځ څلورمه لوبه د فبرورۍ په ۱۶مه او وروستۍ د فبرورۍ په ۱۹مه په پام کې دي.