فیصل: د کابل د وروستیو خونړیو حملو په تړاو ۶ مشکوک کسان نیول شوي
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل نن دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له نیول شویو کسانو تحقیق روان دی.
د جاوېد فیصل په وینا، په ابتدايي څېړنو کې معلومه شوې چې نیول شوي مشکوک کسان د پاکستان استخباراتو روزلي وو او په کابل کې يې د وروستیو حملو پلان جوړ کړی و.
په کابل کې سلګونه کسان په وروستیو انتحاري او بمي حملو کې وژل شوي او ټپیان شوي.